اسلام آباد 18 فروري (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي بايد يو امناك، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره ټولې ډلې تش??د ختمولو ، جنګ بندۍ او د شخړې په سياسي ډول هواري لپاره پ?? تعمیری انداز په ګډه كار وكړي،د افغان شخړې كوم پوځي حل نشته او د خبرو ات??و د لارې سياسي حل لټولو سره مخ په وړاندې تلل يواځنۍ لار ده،افغانستان كښې د امن راتللو سره به د سيمي او د ټولې نړۍ اقتصادي پرمختګ ، سيمه ايز تجارت او ښو رابطو د لارې مثبت اثرات مرتب شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د افغانستان د مسعود فاؤنډېشن مشر احمد ولی مسعود سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔وزیراعظم د احمد ولی مسعود هركلے كولو سره ووئيل پاکستان او افغانستان د ورورولۍ اړيكې ،شريك تاریخ، مذهب ، كلتور او روایات لري۔ ده د افغان مزاحمت په مهال د يو مهم مجاهد لیډر په توګه د ارواښاد احمد شاہ مسعود تاریخی کردار ذکر وكړو۔وزیراعظم ووئيل افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او د خبرو ات??و د لارې سیاسی حل لټولو سره مخ په وړاندې تلل يواځنۍ لار ده۔ وزیراعظم ووئيل د افغانستان نه پس پاکستان ،افغانستان كښې د امن راوستو تر ټولو زياته خوښي لري ځكه چې پاكستان د دې شخړې په وجه زيات ځپلے شوے ۔افغان امن عمل په تناظر كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان د نړيوالو مذاکرات پيل كولو او د امریکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامې له د آسانيو لپاره بشپړه مرسته كړې ۔ نړيوال مذاکرات يوه تاريخي موقع وركوي او افغان قیادت بايد يو كوټلي ،په پراخه بنيادونو او مقصد لرونكې سیاسی حل لپاره هڅې وكړي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان په ټولو ډلو زور راوړې چې د تش??د ختمولو ، جنګ بندۍ او يو امناكه ، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره سیاسی حل ته رسيدو له پ?? تعمیري انداز په ګډه كار وكړي۔وزیراعظم ووئيل افغانستان كښې امن سره به د سيمې او نړۍ په اقتصادی پرمختګ ، سيمه ايز تجارت او د ښو رابطو د لارې مثبت اثرات مرتب شي۔احمد ولی مسعود او د هغه پلاوي دا دورہ دوه اړخيزه اړېكو ته د و??ې وركولو لپاره افغان لارښودو سره رابطو او افغان امن عمل په اړه شريكې همغږۍ ته د و??ې وركولو د پاکستان د پالیسيو تسلسل دے
متعلقہ مضامین
-
Govt announces closure of utility stores across country
-
Dar strengthens ties with Egypt, Algeria at OIC
-
Punjab CM announces mega uplift projects in Narowal
-
Special courts for overseas Pakistanis’ property disputes established in Islamabad
-
UK Alumni Award winner working on app to help women fight harassment
-
PM congratulates newly elected Canadian PM Carney
-
گیلی کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ - مکمل رہنمائی اور تفصیل
-
گیٹس آف اولمپس آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
PPP to resist privatisation of national institutions
-
LHC orders to release 28 detained brick kiln workers
-
PMs speech over Panama Papers was disappointing: PESA
-
Govt toiling for women, children and minorities rights