اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي خبرې اترې د پاکستان او هند ترمينځه د مسئلو يواځنۍ لاره ده، سماجی او اقتصادی وضعه ښه كولو لپاره مستحکم او امناكه ګاونډيتوب ته اړټيا ده ٬ د کرتار پور راهدارې د سکھ ورورولۍ پخوانۍ غوښتنه تر سره كولو له پرانستلې شوې، پاکستان كښې په مذهبی آزادۍ هيڅ ډول بنديز نشته خو په پاکستان فشار اچولو له كله د بلیك لسټ او ګرے لسټ كښې د شاملولو ډنډورې كېږي، بايد هند د ??ره?? ګرۍ ختمولو لپاره د پاکستان د اړخه د پورته كړې زيان احساس ولري، د ملګړو ملتونو عمومي سيكتر ، د او آئی سی عمومي سيكتر او د بشري حقونو کمېشن چارواكو ته چيټۍ لېږلې شوي، د کشمیر مسئله د سیاست څخه جلا ده او بايد مونږ د کشمیر او پاکستان بيرغ هسكولو سره د يووالي څرګندونه وكړو او بايد نړۍ كښې د انسانیت او انسانی حقونو علمبردارو پام دې ??سئلو ته راوګرځوو، طالبان نه منوونكې امریکا نن هغوي سره خبرې كوي، د ابوظهبی په خبرو اترو كښې مثبت پیشرفت شوې ، اوسني حکومت كښې د چین او پاکستان ترمينځه باور زيات شوې ، سعودی عرب سره اړيكو ته يو نوې اړخ ترلاسه شوې، د متحدہ عرب امارات سره هم باور بحال شوې۔ د زيارت پھ ورځ خارجه وزير شاہ محمود قریشی سېنېټ كښې د کرتار پور په راهداری د هندي خارجه وزيرې په بيان د سناتور میا رضا ربانی د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ووئيل د پاکستان خارجه پالیسۍ په اړه د سېنېټ خارجه اړيكو کمېټۍ ته تفصیلی بریفنګ وركړې شوې۔ ده ووئيل پاکستان او هند دوه اتومي ګاونډيان دي او دا خبره منو چې د 7 لسيزو راهسې مونږ دوه اړخيزه مسئلو سره مخ يو او د دې ??سئلو د حل بنیاد خبرې اترې دي، ده ووئېل د كوټلو خبرو اترو د اهميت څخه څوك هم انکار نه شي كولې، پاکستان مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند هم په خپل وخت كښې خبرو اترو له هڅې كړي، هند کولډ سټارټ نظریه معارفي كړې كومه چې بې وقوفي وه، ده ووئېل دې ??ه ځانله ئې د سرجیکل سټرائیکس بې بنسټه خبرې هم كړې، د هغوي سیاسی ضروریات او مصلحتونه مونږ پيژنو خو اتومي قوتونه د حادثاتی تصادم متحمل كيدې ??شي ۔ ده ووئيل وزیراعظم په 26 جولائی قام ته خطاب كښې د امن خبره كړې او دا يو پیغام ؤ كه سيمه پرمختګ وكړي نو اولس د غريبۍ څخه خلاصېدې شي ۔ده ووئېل د هند وزیراعظم هم د وزیراعظم عمران خان په نامه د مبارکۍ پیغام كښې د دې سوچ څرګندونه كړې وه ، دغې نه پس د هند د اړخه په 24 ستمبر د ملګړو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د دواړو خارجه وزيرانو د ملاقات خبره شوې وه او دغې نه پس هغوي د خپلې پريكړې څخه پھ شا شوې ځكه چې د هند په 5 ریاستونو كښې ټاكنې كيدلې او 2019ء كښې ټولټاكنې هم وي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د هغه پس منظر دې چې له امله ئې هند پاکستان سره خبرو اترو ته نه دې چمتو۔ ده ووئيل پاکستان د امن لاره خپله كړې ، امن او استحکام سماجی او معاشی پرمختګ له ضروري دے، خارجه وزير ووئېل د کرتار پور راهدری پرانستلو غوښتنه سکھ ورورلۍ كړې وه ، کرتار پور ګوردوارہ د سکھانو مقدس ځائې دے چرته چې بابا ګرونانک د خپل ژوند آخری 18 كاله تير كړې وو ، مونږ هند ته پھ دې اړه چټۍ لېږلې وه د كومې په لوستلو جې هلته ناساپي غونډه راوبللې شوه او پھ هغې كښې قرارداد منظور کړې شو او زمونږ د پريكړې توثیق کولو څخه يوه ورځ وړاندې ??ې د راهدارۍ د بنياد تيګه كېښوده او دوه وزيران يې د وزيراعظم نمائندګۍ لپاره د پرانستې دستورې له راولېږل ٬ ده ووئېل كوم هم وزير پھ داسې دستورو كښې د خپل حكومت د منظورۍ نه بغېر نشي تللې۔د دې ??ه علاوه 50 هندي خبريالان هم دوي سره راغلي وو٬زمونږ په دې اقدام زمونږ اقليتونو او په هند او ټوله نړۍ كښې اوسېدونكې سكھ ټولنې د خوښۍ څرګندونه كړې او هركلے يې كړے ۔ ده ووئېل په امرتسر كښې د پاكستان زنده باد نعرې ولګولې شوې٬د هند خارجه وزير په هېواد كښې دننه ټاكنو په اړه د خپلو مصروفياتو سره د راهدارۍ د پرانستې پھ دستوره كښې د ګډون كولو نه بخښنه غوښتې وه۔ده ووئيل په پاكستان كښې پھ مذهبي آزادۍ كوم ډول بندېز نشته٬خو د پاكستان په ضد فشار اچولو لپاره كله د بليك لسټ او ګرې لسټ پشان چارې كاروولې شي۔ده ووئيل زمونږ په هېواد كښې اقليتونه بشپره آزادي لري٬مونږ سوله ايز ګاونډيتوب غواړو بايد هند د ??ره?? ګرۍ خاتمې لپاره د پاكستان لخوا د پورته كړي زيان احساس ولري٬ ده ووئېل مونږ د امنيتي ځواكونو د اهلكارو او د اولس په صورت د 75 زرو نه د زياتو خلقو د ??ره?? ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړې ٬تر كافي حده مونږ ??ره?? ګرو او ??ره?? ګرۍ ته په ماتې وركولو كښې كامياب شوي يو او د دې ??رېډېټ زمونږ بهادر امنيتي ځواكونه او همت لرونكې اولس لري ۔ خارجه وزير ووئيل پارليمان په اعتماد كښې اخستل زمونږ ذمه واري ده٬د نن نه يو كال وړاندې امريكې سوئېلي آسيا لپاره د خپلې حكمت عملۍ اعلان كړې و او د پاكستان اتحادي امدادي فنډ يې هم بند كړې ؤ كومه چې مرسته نه وه بلكې زمونږ لخوا د خرڅ كړو پیسو ستنول ووه۔آئي اېم اېف پروګرام هم هغه وخت معطل كړې شوې۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او پاكستان تحريك انصاف د وړومبې ورځ نه وائي چې جنګ د افغان مسئلې حل نه دې٬په افغانستان كښې به امن د مذاكراتو د لارې راځي٬پاكستان پرله پس د اففان اولس په مشرۍ كښې د سولې د عمل ملاتړ كړې٬اوس په دې ??ړ كښې ډې?? لويې پرمختګ شوې٬ شاه محمود قرېشي ووئېل هغه امريكا كومې چې د طالبانو منلو نه انكار كولو ٬ نن ورسره مذاكراتو ته ناست دے٬ 17 كاله په افغانستان كښې وينې تويې شوې٬په 17 كلونو كښې په لويه پېمانه كډې شوي ٬ ده ووئېل نن هم 30 لكه افغان وګړي په پاكستان كښې مېشته دي٬دا يو لويې بدلون دے ٬نن منلې شوې چې د مذاكراتو د لارې حل يوازې د وړاندې تګ لار ده۔ده ووئيل څو مياشتې وړاندې ??ه مونږ نيوكې كېدې ?? نن د هغوي استازي د پاكستان ستائنې كوي٬دا د پاكستان كاميابي ده٬مونږ په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كوو٬داسې پرمختګ وړاندې ??ه دې شوې ٬په ابوظهبي كښې په ملاقات كښې مثبت پرمختګ شوې۔ده ووئيل سعودي عرب٬متحده عرب امارات او قطر هم په دې عمل كښې شريك دي۔د قطر او سعودي ترمينځه اړيكې ترينګلې دي خو هغوي هم په اعتماد كښې اخستلې شوي او ايران كوم چې زمونږ ګاؤنډي هېواد دے او هلته هم افغان كډوال دي۔ ده ووئېل په افغانستان كښې د داعش په زياتېدونكي اثر هغه هم اندېښنه لري٬د ايران خارجه وزير سره زما دوه ملاقاتونه شوي او زمونږ دريځ يو دے ٬ چين هم په دې ??عامله په اعتماد كښې اخستلې شوې ٬ ده ووئېل يو خو د چين او امريكې ترمينځه تجارتي جنګ روان دے او بل خوا د قطر او سعودي ترمينځه اړيكې د معمول تر مخه نه دي خو هم مونږ هغوي هم د افغان مسئلې حل لپاره ځان سره مخ په وړاندې بوځو۔ د يمن د شخرې حل په اړه مثبت پرمختګ كېږي٬خارجه وزير ووئيل د افغانستان د اوسنۍ دورې په مهال زما د چيف ايګزېكټو عبدالله عبدالله او اولس مشر اشرف غني سره مثبت ملاقاتونه شوي او د چين پاكستان او افغانستان درې اړخيزه خبرې شوي۔ده ووئيل سعودي سره زمونږ اړيكې د وزيراعظم د دواړو دورو سره نوې كچې ته رسېدلې ۔د يمن شخړې پېل كېدو نه پس د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمينځه په لوړه كچه زمونږ كومه رابطه نه وه٬مونږ متحده عرب امارات سره خپل مات شوې اعتماد بحال كړو۔ ده ووئېل وزيراعظم ته په سعودي كښې د سرمايه كارۍ په كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړې شوې او په دې ??وقع د هغه باچا سلمان٬ولي عهد شهزاده بن سلمان او د سعودي نورو چارواكو سره ملاقاتونه شوي ۔په دوه اړخيزه سيمه ايزو او اقتصادي اړيكو خبرې شوې۔ ده ووئېل د سعودي پېكج لپاره سعودي كوم شرائط نه دي لګولې٬مونږ د يمن لپاره د ثالثۍ كردار ادا كولو وړاندېز كړې٬په مجموعي توګه به د سعودي لخوا د 9 اربه ډالرو آسانې ترلاسه شي چې پكښې د ادائيګۍ توازن لپاره د درې اربه ډالرو مرسته او مؤخر ادائيګۍ لپاره مرسته هم شامله ده۔ده ووئيل د آئي اېم اېف شرائط ډې?? سخت وي ځكه مونږ هڅه كړې چې نور عوامل هم مخ په وړاندې بوځو٬سعودي په پاكستان كښې په آئل ريفائنري جوړولو كښې د اربونو ډالرو د سرمايه كارۍ خواهش څرګند كړې او په فرورۍ كښې به د سعودي د لوړې كچې پلاوې د پاكستان دوره كوي او په دې ??ښې به نور څيزونه هم مخې له راشي۔ده ووئيل دريو لسيزو نه پس د پاكستان د كوم وزيراعظم لخوا د سعودي وړومبۍ سركاري دوره وه٬د يمن شخړې پېدا كېدو نه پس د سعودي د لوړې كچې كومه دوره نه ده شوې٬د پخواني حكومت په دور كښې متحده عرب امارات سره هم اړيكې كمې شوې وې٬اوسني حكومت دا اړيكې بيا جوړې كړی ۔ده ووئيل يو اے اي او خليجي هېوادونه مونږ لپاره ځكه مهم دي چې هلته 45 لكه پاكستانيان كار كوي كوم چې هر كال اربونه ډالره خپل هېواد ته رالېږي٬د يو اے اي د لوړې كچې يو كاروباري پلاوي په پاكستان كښې د موقعو جاج اخستې۔ ده ووئېل د جنورۍ په وړومبۍ اونۍ كښې به د يو اے اي ولي عهد د پاكستان دوره كوي۔يو اے اي هم پاكستان لپاره د يو اقتصادي پیكج اعلان كونكې دې۔ده ووئيل اوسنې حكومت چې كله اقتدار ته راغلو نو چين سره د اړيكو په اړه ډې?? شور وكړی شو خو د اوسني حكومت په دور كښې چين سره د اعتماد رشته د وړاندې ??ه مضبوطه شوې او اوس هم د سي پیك په اړه د شريكې مرستې كمېتۍ غونډه روانه ده٬ خارجه وزير ووئېل سي پیك يو فليګ شپ پروژه ده٬په وړومبي پړاؤ كښې بنيادي ودانۍ ته پام شوې٬اوس مونږ د روزګار او د اولس د خېرښېګړی د نورو پروژو پلو روان يو۔ده ووئيل د وزيراعظم د ملائېشيا دوره هم ډې??ه كاميابه وه٬د مارچ په 23مه نېتھ د ملائېشيا وزيراعظم مهاتير محمد او د ملائېشيا يو كاروباري پلاوې پاكستان ته راروان دے ٬د دريو مياشتو په لنډه موده كښې مونږ د خارجه پالېسۍ په اړه ډې??ې كاميابۍ ترلاسه كړې ۔د مقبوضه كشمير صورتحال په اړه ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې صورتحال ډې?? خراب دې ??لته ظلم او جبر روان دې ?? د وينې تويولو لوبه روانه ده٬وزيراعظم عمران خان به ماښام په شپږ بجې څلوېښت دقيقي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره په دې ??عامله په ټېليفون خبرې كوي۔خارجه وزير ووئيل ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬د او آئي سي٬عمومي سېكتر او د بشري حقونو د كميسون چارواكو ته خطونه هم ليكلې ۔د كشمير مسئله د سياست نه بره ده او بايد مونږ د كشمير او پاكستان بېرغ په لاس كښې نيولو سره د يو والي څرګندونه وكړه او بايد مونږ په نړۍ كښې د انسانيت او د انساني حقونو د علم پورته كوونكو پام دې ??سئلې ته راوګرځوو۔شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ سل اختلافات لرلې شو خو بايد د كشمير په مسئله مونږ په يوه خله پاتې شو
متعلقہ مضامین
-
White Bridge Mining signs agreement for Placer Gold exploration in Pakistan
-
Pakistan hits Indian brigade HQ in response to missile attack
-
PML-N, PTI, PPP candidates compete for NA-162
-
Disqualification hearing against Imran, Tareen adjourned till Dec 26
-
Pensioner allowance case put back till January without resolution
-
کیشینیو ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح کا ایک نیا پلیٹفارم
-
رائل کروز آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کرنے کا مکمل طریقہ اور تفصیلات
-
ڈریگن ہیچنگ آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کا تعارف
-
الیکٹرانک سٹی آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی دلچسپ دنیا
-
ڈریگن لیجنڈ ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح کا قابل اعتماد پلیٹ فارم
-
مسالہ دار انعامات اور ایماندار بیٹنگ ایپ کی اہمیت
-
کازینو آفیشل ڈاؤن لوڈ انٹریس: محفوظ اور آسان طریقہ